پرون سهار د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې زرګونو خلکو پراخ لاریون وکړ او د والي او مفسدې ولایتي ادارې پر ضد یې شعارونه ورکړل.
په مظاهره کې چې قومی مخورو، علماؤ، ځوانانو او ماشومانو پکې لارو-کوڅو ته راوتلي ول، د سمنګان د اوسني په اصطلاح والي خیرالله انوش د ژر تر ژر لیرې کېدو غوښتنه یې وکړه . دوی د سمنګان ولایتي اداره فاسده وبلله او زیاته یې کړه چې ټول په اصطلاح مسؤل چارواکي په بډو ، اداري او اخلاقي فساد کې ښکېل دي.
د مظاهره چیانو شمېر زرګونو ته رسېده او پرون ټوله ورځ یې د ښار کابو ټولې لارې او کوڅې د ترافیکو پر مخ تړلې وې.
افغانستان